د افغانستان په شمال کې ۲۰۹م شاهین قل اردو وايي، د فاریاب د اندخوي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی دی.
د دې قول اردو په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا راز محمد د سې شنبې په ورځ د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې له ۹ نورو وسلهوالو سره وژل شوی دی.
خبرپاڼه وايي، د اندخوي په دوو کلیو کې د وسلهوالو طالبانو پر ضد لا هم عملیات دوام لري.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.