‎ولسمشر کندهار تللی او ځینې پروژې یې پرانېستې دي

له کندهار ښاره تر هوايي ډګر پورې غځېدلی سړک هم د کندهار د وژل شوي پخواني قوماندان جنرال رازق په نوم پرانیستل شو.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني نن کندهار ولایت ته تللی دی او ځینې پروژې يې پرانیستې دي.

ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر د ځینو ټولګټو پروژو د پرانیستلو ترڅنګ د کندهار له مشرانو، عالمانو، ځوانانو او ښځو سره جلا جلا لیدنې کوي.

ولسمشر اشرف غني سهار په اوو بجو کندهار ته په رسېدو د دغه ولایت هوایي ډګر د احمد شاه بابا په نوم ونوماوه.

هغه همداراز له کندهار ښاره تر هوايي ډګر پورې غځېدلی سړک هم د کندهار د وژل شوي پخواني قوماندان جنرال رازق په نوم پرانیسته.

ولسمشر په دامان ولسوالۍ کې د سولري برښنا پروژه پرانیسته او تمه ده په عینو مېنه کې ۳۵۰ بستریز روغتون هم پرانیزي.