د نړۍ قدرتونو له ایرانه وغوښتل چې د اټمي تړون شرطونو ته ژمن پاتې شي

د ایران بیرغ

د نړۍ قدرتونو له ایرانه وغوښتل چې د اټمي تړون شرطونو ته ژمن پاتې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر چې هېواد یې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون کلک ملاتړی دی، د ایران له خوا له ټاکلې حده د غني شویو یورانیمو زیاتوالي ته په اشارې وویل چې تهران دې له زغمه کار واخلي.

سرګي لاوروف دغه څرګندونې نن د ایرلنډ د بهرنیو چارو له وزیر سیمون کووینې سره په مسکو کې تر کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړه.

ده وویل: موږ پر خپلو ایراني همکارانو غږ کوو چې له زغمه کار واخلي او په هېڅ ډول احساساتي نشي او هغو اساسي اصولو ته پام وکړي چې د نړیوالې اټمي انرژۍ ادارې د ضمانتونو په موافقه او د دغې موافقې په ضمیمه کې مشخص شوي دي.

تېره ورځ تهران اعلان وکړ چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې پربنسټ له ټاکلي حده یې زیات یورانیم غني کړي او دا مسئله د ملګرو ملتونو د اټمۍ انرژۍ ادارې هم تأیید کړې ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون له ایرانه وغوښتل چې د یورانیمو د غني کولو د پروسې له چټکولو په شا شي او هم دې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د اټمي مسئلې په برخه کې د دې هېواد ژمنې زیانمنوي.

د بریتانیا د صدراعظمې تریزا مې ویاند مخکې ویلي وو چې سمدستي پر نورو اقدماتو غور کوي.

په پیکنګ کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شاونګ هم د ایران پر دغې پرېکړې خواشیني څرګنده کړه، خو دا یې هم وویل چې د امریکا اعظمي فشارونه د دغه کړکېچ د زیاتوالي سبب شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم غوښتنه وکړه چې ایران دې په بشړه توګه د یورانیمو د غني کولو پروسه ودروي او ویې ویل چې هېڅ یوه اټمي موافقه باید دې هېواد ته په هره کچه که وي، د یورانیمو د غني کولو اجازه ورنه کړي.