له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره: د اطلاع رسونې ځنډ د مخالفینو د تبلیغ بازار تودوي

آرشیف/ د افغانستان ځينې رسنۍ

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره د ویندویانو له خوا رسنیو ته په اطلاع رسولو کې ځنډ د حکومت له لوري د اطلاع رسونې محدودول ګڼي.

خبریالانو ته د حکومت د ویندویانو له خوا پر وخت د اطلاعاتو نه رسېدل هغه ستونزه ده چې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټونه پرې انتقاد کوی.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د حکومتي ادارو د ویندویانو دغه کار نه یوازې دا چې خبریالان او ازادې رسنۍ یې له ستونزې سره مخ کړي، بلکې د دې کار دوام به د وسله والو مخالفینو تبلیغاتو ته زمینه برابره کړي.

د دغې ادارې اجرائیه رئیس صدیق الله توحیدي وايي: د حکومتي ادارو ویندویان د اطلاع رسونې لپاره دي او د قانون په اساس مکلفیت لري چې څرګند ځواب ووايي، د دوی د ځواب نه ویل لامل شوي چې له یوې خوا کره معلومات د خلکو په اختیار کې نه وي او له بلې خوا کولی شي چې د دښمنانو د تبلیغاتو بازار تود کړي.

ښاغلی توحیدي وايي، د ویندویانو دغه کار ښيي چې حکومت له رسنیو او خبریالانو سره د همغږۍ جوړولو پسې نه دی، حال دا چې له خبریالانو سره د اطلاعاتو شریکول د حکومت د ویندویانو مکلفیت دی.

دلته یو شمېر خبریالان وايي، ځینې حکومتي ویندویان په ډېرو مواردو او په تېره په امنیتي پېښو کې په ساعتو ساعتو ځواب ویلو ته نه حاضرېږي او یا یې ځواب ویل د ټولینزو شبکو له لارې د څو محدودو جملو په لېږلو خلاصه شوي وي.

افغان خبریال رفیع صدیقي وايي: اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ډېری خبریالان له ستونزو سره مخ دي، واړه موارد تر یوې اندازې شریکوي، خو پېچلي او مهم موارد چې باید خلک پرې پوه شي او یا حکومت تر پوښتنې لاندې راولي، هغه پټوي چې دا د خبریالانو لپاره لویه ستونزه ده.

بل خبریال ذبیح ظاهر وايي، د ملي یووالي د حکومت د ویندویانو حضور بې ساری دی، خو له دې سره سره یو خبریال باید ساعتونه انتظار وباسي چې یو ویندوی یې پوښتنې ته ځواب ووايي.

یوه پېښه چې خبریالان يې د نورو مواردو ترڅنګ په ګوته کوي او وايي چې په اړه یې حکومتي ویندویانو له اطلاع ورکولو ډډه کړې، هغه د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په شپاړسمه حوزه کې د موټربم چاودنه وه.

Your browser doesn’t support HTML5

کابل کې په نننۍ موټر بمب او ډله‌ییزه حمله کې ۳ تنه وژل شوي

دغه خبریالان وايي، په داسې حال کې چې د پېښې د جزیاتو د ترلاسه کولو په خاطر یې بیا بیا د امنیتي بنسټونو له ویندویانو سره اړیکې نیولي، خو د دوو ساعتونو په تېرو سره بیا هم د پېښې جزیات رسنیو ته ونه رسېدل.

بل خبریال خاطر پردېس وايي، د ځینو ویندویانو دغه کار ښيي چې دوی یا معلومات نه لري او یا اطلاع رسول محدودوي.

دی وایي: ډېر ویندویان فېسبوکي شوي، د واټساپ له لارې فرمایشي کلپونه استوي چې د خبریال د پوښتنې حق محدودي، تاسې د شپاړسمې حوزې په پېښه کې ولیدل چې ویندویان حتی تر دوو ساعتونو پورې نه پوهېدل چې په سیمه کې څه تېرېږي او څه چې رسنیو خپرول، هغه یې کاپي او په ټولنیزو شبکو کې یې خپرول.

د افغان حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رئيس فیروز بشري وايی، له رسنیو سره د حکومت د ویندویانو همکاري د پخوا په پرتله ډېره شوې ده.

ده وویل: ویندویانو تل اطلاعات پر وخت رسنیو ته ورکړي دي، خو په امنیتي پېښو کې یو کس نه شي کولی چې په یوه وخت کې ټولو رسنیو ته ځواب ووايي، خو بیا مو هم هڅه کړې چې نوي اطلاعات شېبه په شېبه رسنیو او خبریالانو ته ورکړو، ډېره همغږي رامنځته شوې ده او حتی د ډېرې اسانتیا لپاره مو د اطلاع ورکولو ګروپونه جوړ کړي دي.

ښاغلی بشري وايي، رسنیو ته د ټولنیزو شبکو له لارې د اطلاعاتو رسول خبریالانو ته د اسانتیاو برابرول دي.

خو د خبریالانو ملاتړي بنسټونه وايي، دغه کار تر ډېره حده تشریفاتي او خبریالانو ته د ویندویانو له خوا د خبر له ورکولو تېښته ده.