په کابل کې د میدان وردګ یو قاضي وژل شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې میدان وردګ ولایت

د میدان وردګ ولایت چارواکي په کابل کې د خپل یوه قاضي د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمت‌الله دراني نن ازادي راډيو ته وویل، قاضي فهیم‌الله فدايي چې د میدان وردګ ولایت په محکمه کې یې د قاضي په توګه دنده ترسره کوله، تېره ورځ ناوخته د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د باغ داوود په سیمه کې ناپېژانده وسله‌والو وواژه.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه‌دی اخیستی.