چارواکي: په میدان وردګ کې په تېرو ۳ میاشتو کې ۳۰۰ طالبان وژل شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ ولایت

د میدان وردګ ولایت سیمه‌ییز امنیتي مسؤلین خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۳۰۰ وسله‌وال طالبان وژلي او یو شمېر ټپیان کړي دي.

د دغه ولایت د پولیسو مشر محمد ویس صمیمي ازادي راډيو ته وویل چې په یادو کسانو کې د وسله‌والو طالبانو لوړپوړي مشران او یا هم قوماندانان شامل دي.

دي وايي، وسله‌والو طالبانو ته په میدان وردګ ولایت کې ډېر سخت تلفات اوښتي، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې د
دوی ۳۰۰ کسان وژل شوي.

قوماندان وايي، د یادو عملیاتو پر مهال‌يې دغلته د وسله‌والو طالبانو لیزر لرونکې قطعه هم له‌منځه وړې او دغه‌راز يې ۱۰ بهرني وسله‌وال هم وژلي او په خبره‌یې چې په وژل شویو بهرنیانو کې د دوی قوماندان د ابوظیفه په نامه هم وژل شوی
چې د سعودي عربستان اوسېدونکی دي.

نوموړی زیاتوي چې یادو بهرنیو په دایمرداد او جغتو ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو ته په ماین او موټربم جوړونه کې زده‌کړې ورکولې.

قوماندان وايي، همدا اوس هم په سیداباد او جلرېز ولسوالۍ کې د دوی عملیات روان دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د افغان چارواکو دغه ادعاوې ردوي.