په جوزجان ولایت کې سرچینې وايي چې طالبانو تېره شپه د قوش تپې ولسوالۍ ونیوله.
قوش تپه د شبرغان د جنوب لوېدیځ په ۷۰ کیلو مترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.
د جوزجان د ولایتي شورا یوه غړي چې نهغواړي نومیې افشا شي، نن سهار ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه ۱۱ بجې طالبانو پر دې ولسوالۍ تهاجمي حملې وکړې چې په نتیجه کې د قوش تپې مرکز سقوط وکړ او هلته دېره شااوخوا سل تنه سرتېري ځیني مړه، ځيني ټپیان او ځیني نور اسیران شول.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د دې ډلې وسلهوالو تېره شپه قوش تپه ونیوله، ۱۰ سرتېري یې ووژل، ۲۵ تنهیې ټپیان او ۸۷ نور یې اسیران کړل.
د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم تأیید کړه چې په قوش تپه کې درنې جګړې روانې دي، خو د دې ولسوالۍ د سقوط خبرونهیې رد کړل.