د فارياب چارواکي د ۳۰ طالب جنګیالیو د وژل کېدو خبر ورکوي

د فاریاب د مرکز میمنې یو انځور

د فارياب چارواکي په دې ولایت کې د ۳۰ طالب جګړه‌مارانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش ازادي راډيو ته وويل چې دا جګړه‌ماران د دوشنبې په ورځ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د پښتون کوټ ولسوالۍ په نذیر اباد سیمه کې ووژل شول.

ښاغلي یورش پرون په دې اړه وويل چې د طالبانو د مشر په ګډون‌یې ۳۱ غړي ووژل شول او ۱۴ نور يې سخت ټپیان شول.

د ښاغلي یورش په وینا، په پشتون کوټ ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو پروني عمليات د ګرزیوان او بلچراغ ولسواليو مواصلاتي لارو پرانیستلو په هدف پیل کړل.

ده زياته کړه چې په دغو عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو یو تن وژل شوی دی.