د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د کابل ښار په پېښه کې د خصوصي ښوونځیو (عزیر او ستاره) ۵۱ زده کوونکي ټپیان شوي دي.
سهار قلم او کتابچه په لاس له زرګونو هیلو سره ښوونځي ته لاړل، خو ساعت لا تېر نه و چې پښې، لاسونه او مخ یې په وینو لړلي وو او روغتون ته ولېږدول شول.
ښايي د دغې پېښې اثر تر ډېره د دغو ماشومانو په ذهن کې پاتې شي.
د ماشوم د روغتیا روغتون یوه ډاکتر عبیدالله صدیقي وايي، د دغې پېښې ۱۱ ماشومان چې د شپاړسمې حوزې په اړونده سیمه کې د چاودنې په پېښه کې ټپیان شوي وو، دغه روغتون ته ولېږدول شول.
ده وویل: نږدې لس ماشومان زموږ روغتون ته راولېږدول شول، ډېری یې زده کوونکي او د بستر وړ نه وو.
دغه ماشومان د ښوونځي د ښیښو د ماتېدو له امله ټپیان شوي وو، خو دا چې د ډاکترانو په خبره ټپونه یې جدي نه وو، بېرته رخصت شول.
د عامې روغتیا وزارت په پېښه کې د ټپي ماشومانو شمېر ۲۶ ښيي، خو د پوهنې وزارت وايي، د موټربم په دغه چاودنه کې ۵۱ ماشومان ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویانده نوریه نزهت وايي: په ټوله کې ۵۱ زده کوونکي چې ۵۰ یې د عزیر او یو یې د ستاره د ښوونځي زده کوونکی و، به دغه پېښه کې په ښیښو ټپیان شوي، ټپونه ېې سرسري وو، همداشان د عزیر د ښوونځي د ودانۍ پنځه برخې زیانمنې شوي دي.»
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه چې د شپاړسمې حوزې په اړونده سیمه کې د سهار شااوخوا اته نیمي بجې وشوه، یو کس په کې وژل شوی او ۱۰۵ټپیان یې د کابل روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، په یاده پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او ۸۴ په کې ټپیان شوي دي.
په کابل کې د ننني برید د ځای یو انځور
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغې پېښې ډېری وژل شوي او تپیان ملکي کسان دي.
د دغې پېښې مسؤلیت طالبانو پر غاړه اخیستی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دغه پېښه غندي او وايي، د طالبانو ډلې په دې عمل سره وښوده چې د بشر ي حقونو موازینو ته درناوی نه لري.
د دغه کمېسیون اجرائیه رئیس موسی محمودي وايي: دغه پېښه غندو، جنایتکارانه اقدامات وو، له بشري حقونو څرګنده سرغړونه ده او د اسلامي مقرراتو او نړیوالو میثاقونو خلاف ده، دغه اعمال نه یوازې چې د سولې پروسې ته د عزم نه لرل ښيي، بلکې د سولې لیدلوری کمزوری کوي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د طالبانو له ډلې غواړي چې بشري حقونو او نړیوالو میثاقونو ته درناوی وکړي او غیر نظامیانو ته دې له زیان رسولو لاس واخلي.