د راپورونو له مخې له هغه حده اوښتې چې د نړۍ له قدرتونو سره د دې هېواد د ۲۰۱۵ کال په اټمي تړون کې تعین شوې وه.
د ایران ایرنا دولتي خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف له قوله ویلي چې نن یې تأیید کړه چې د ۳۰۰ کیلوګرامه حد څخه واوښتو.
تر دې مخکې د ایران نیمه دولتي خبري اژنس فارس د ځینو سرچینو په حواله ویلي وو چې د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې مفتشینو غني شوي یورانیم تللي او تأیید کړې یې ده چې له ټاکلي حده زیات شوي دي.
دې ادارې چې د ایران د ژمنو پر عملي کېدو څارنه کوي، ويلي چې که دا مسئله تأیید شي، نوی رپوټ به برابر کړي.
واشنګټن چې له ایران سره له شوي اټمي تړونه وتلی او پر دې هېواد یې بېرته سخت اقتصادي بندیزونه لګولي، تهران تورن کړي چې د اټمي وسلو د تولید لټه کوي، خو تهران دغه تورونه ردکړي او ویلي یې دي چې اټمي پروګرام یې د سوله ییزو هدفونو لپاره دی.