د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره یونېسف وایي، په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته د کم عمره ماشومانو شمېر سږ کال په سلو کې ۲۸ زیات شوی دی.
د یونېسف لهخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د وروستیو څیړنو له مخې چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې ترسره کېږي، اټکل کوي چې سږ ۲۰۱۹ کال په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو شمېر دوو میلیونو ته رسېږي.
یونېسف وایي، د افغانستان ۶میلیونه او درې لکه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري چې پهدې ډله کې درې میلیونه او اوه لکه یې یې ماشومان دي.
۲۲ ولایتونه تر نورو ډېر خوارځوکۍ ځپلي ښودل شوي دي.
یونېسف دغه شمېرې داسې مهال خپروي چې نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د افغانستان په اړه د تغذیې د نړیوال کلسټر دوه اړخېزه غونډه پیلیږي.
پهدې غونډه کې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د له منځه وړلو پرلاروچارو خبرې کېږي.