ترکیه: ناممکنه ده چې د فلسطینیانو لپاره د امریکا د پلان ملاتړ وکړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، ناممکنه ده چې ترکیه د فلسطینیانو لپاره د امریکا د اقتصادي پلان ملاتړ وکړي.

د ترکیې دولت پلوې یني شفق ورځپاڼې د راپور له مخې اردوغان دغه څرګندونې هغو خبریالانو ته کړي چې په جاپان کې د نړۍ د سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو یا جي شلو له سرمشریزې څخه بیرته هېواد ته د ستنېدو په الوتکه ورسره ملګري و.

سپینې ماڼۍ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په راتلونکو لسو کلونو کې د فلسطینیانو په سیمو او د هغوی په عربو ګاونډیانو کې ۵۰ میلیارډ ډالره پانګونه کوي.

د سړکونو، پولو او د برښنا د تولید د پراختیایي او د تورېزم د ودې د پروژو له لارې واشنګټن هیله من دی چې د یو میلیون فلسطینیانو لپاره به شغلونه ایجاد کړي.

اردوغان چې د فلسطینیانو په ملاتړ یې تل غږ اوچت کړی، بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لیږدولو پر پریکړې یې سخت اعتراض کړی دی.