د پاکستان د پنجاب ایالت په ملتان سیمه کې یوه کس د کورنۍ شخړې له امله ۱۰ کسان وژلي دي.
د ملتان د پولیسو چارواکو رسنیو ته ویلي چې دا پېښه د دوشنبې په شپه ناوخته شوې ده.
د راپورونو له مخې، د ملتان په حسن اباد سیمه کې د د دوو کورنیو ترمنځ تر کورني کړکېچ وروسته یوه کس د خپلې ښځې، اولادونو او خواښې په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل او کور ته یې اور واچاوه.
د ملتان د پولیسو یوه مشر کپټن عارف نواز خان رسنیو ته ویلي چې پولیسو تر پېښې وروسته په پېښه کې ککړ ۲ کسان نیولي دي او پلټنو لپاره یې اړوندو ادارو ته سپارلي دي.
دغه پولیس چارواکي دا پېښه ناموسي وژنې وبللې.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې دا د ناموسي وژنو لومړۍ پېښه نهده، بلکې هر کال په دې هېواد کې سلګونه کسان د ناموسي وژنو په لړ کې وژل کېږي.