قزاقستان کې سلګونه لبناني او اردني کارګران له سيمې ايستل شوي

په سلګونو لبناني او اردني کارګران چې د قزاقستان په لویدیځ کې یې د تیلو او ګازو په یوه لويه پروژه کې کار کاوه له سيمې ايستل شوي دي.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې د ځايي او بهرنيو کارګرانو ترمنځ شخړه وشوه.

د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمان صفادي پرون په ټویټر لیکلي، ټول اردني کارګران روغ او په یوه هوټل کې چې ښه امنيتي تدابير يې نيول شوي، دېره شوي دي.

د اردن د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه وايي، د اردن د ١٠٧ کارګرانو له ډلې ٥ تنه چې د تينګيز د تېلو په ساحه کې يې کار کاوه، «برسېرن» ټپيان شوي دي.

د تېلو له ساحې د لبنان ١٥٠ کارګران هم چې د قزاقستان پوليسو يې سخت امنيتي تدابير نيولي وو، ايستل شوي دي.

هغه ویډیوګانې چې وړمه ورځ خپرې شوي، ښيې چې د تينګيز د تېلو په ساحه کې کارګران يو بل په سوکانو او لغتو وهي او په ځينو مواردو کې د يوې بلې وسيلې په مرسته ګوزار هم کوي.

یوه کارګر د ازادې اروپا راډیو قزاقۍ څانګې ته ویلي، شخړه هغه وخت پيل شوه چې د بهرنيو کارګرانو په منځ کې د يوې قزاقۍ ښځې عکس ښکته پورته کېده چې دا کار پر قزاقي کارګرو بد ولګېد.