چارواکي: طالبانو کندهار کې د انتخاباتو کمېسيون ٨ کارکوونکي وژلي

کندهار

وسله‌والو طالبانو په کندهار کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ٨ کارکوونکي وژلي دي.

چارواکي وايي، دغه کارکوونکي تېره شپه د معروف ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه وژل شوي دي.

دغه کارکوونکي معروف ته د تقويتي نوم‌لېکنې پروسې لپاره ورغلي وو چې پر ولسوالۍ حمله وشوه.

د کندهار د والي وياند عزيز احمد عزيزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې يوازې پر ولسوالۍ د حملې خبر تأييد کړ:"هلته د دولت وسله‌والو مخالفانو حمله کړې ده. جګړه شوې ده. تر اوسه دقيق معلومات نه شته چې مرګ ژوبله کوم لوري ته اوښتې ده."

خو قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو وياند معرفي کوي، ادعا کړې چې تېره شپه یې د معروف ولسوالۍ مرکز له جګړې وروسته نيولی، ۵۷ عسکر يې وژلي او ۱۱ نور يې ژوندي نيولي دي.