د خوست چارواکي: د ګربزو ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان ووژل شو

د خوست چارواکي وايي، د ګربزو ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان قدیرالله د ګربزو د اوسني ولسوال عبدالحی ځاځي له کورنۍ سره په یوه شخصي شخړه کې ووژل شو.

په‌دې شخړه کې چې نن شوې ده، د پخواني امنيه قوماندان یو ساتونکی ټپي شوی دی.

د خوست امنیتي چارواکو پېښه تائيد کړې خو ویلي یې دي چې وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړي.