د کندهار امنیه قوماندان وايي، د معروف ولسوالۍ په جګړه کې ۱۱ امنیتي سرتېري او د څلورو ځان وژونکو په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندان تادین خان په وینا، وسله والو طالبانو لومړی د چاودېدونکو توکو ډک د څلورو هاموی ټانګونو په وسیله د ولسوالۍ پر ودانۍ چاودنې کړي او وروسته جګړه رامنځته شوې ده.
وسله والو طالبانو په یوه خپاره کړي بیان کې د معروف ولسوالۍ د سقوط او د ۵۷ امنیتي سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.
د تادین خان په خبره چې په دغه نښته کې ۲۷ امنیتي سرتېري ټپیان شوي هم دي.
د نوموړي په وینا، ټپيان او وژل شوي سرتېري یې ښار ته را انتقال کړي او پر ځای یې نور سرتېري ولسوالۍ ته لېږلي دي.
په عین وخت کې د کندهار د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي چې د معروف ولسوالۍ د تېري شپې په بريد کې د دوی د نومليکنې اتو کارکوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
اخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معروف ولسوالۍ د تېري شپې په حمله کې د ۲۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د معروف ولسوالۍ تېر کال د نا امنیو په وجه د خپل اصلي موقعیت څخه لسګونه کلومتره لېري اوسني ځای ته را انتقال شوه چې چارواکو يې تاکتکي شاتګ او وسله والو طالبانو یې د نیول کېدو ادعا کوله.