ټرمپ او کېم جونګ اون په سمبوليک ډول روغبړ وکړ

ټرمپ او کېم جونګ اون

د امریکا د متحدو ايالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوريا له رهبر کېم جونګ اون سره په غيرنظامي ساحه کې چې دواړه کورياګانې سره جلا کوي، په سمبوليک ډول روغبړ وکړ.

دواړه مشرانو نن پر دې غيرنظامي کرښه لاسونه سره ورکړل، وروسته ولسمشر ټرمپ د لنډې شېبې لپاره د شمالي کوريا قلمرو ته داخل شو.

ټرمپ د امريکا لومړى برحاله ولسمشر دى چې داسې يو اقدام کوي.

دواړو مشرانو بيا لاسونه سره ورکړل او دا وار دواړو په ګډه د جنوبي کوريا خاورې ته ګام کېښود چې د جنوبي کوريا ولسمشر مون جه اېن هم ورسره ملګرى شو.

ولسمشر ټرمپ وويل، دا د نړۍ لپاره ستره ورځ او زما لپاره د وياړ ځاى دى چې دلته يم.

د شمالي کوريا له رهبر کيم جونګ اون سره د تړلو دروازو تر شا د ٥٠ دقيقو تر خبرو وروسته ولسمشر ټرمپ وويل، دواړو لوريو داسې ډلې تشکيل کړي، په څو اوونيو کې به پر اټمي موضوع خبرې بېرته پيل کړي.

د امریکا او شمالي کوریا رهبرانو تر اوسه دوه ځلي خپلو کې سره کتلي، څو له اټمي وسلو د شمالي کوريا د تصفيې هڅې وهڅول شي.