د طالبانو سياسي دفتر: قطر کې دواړه لوري د «محسوسو نتيجو» تمه لري

په قطر کې د امريکا د متحدو ايالاتونو او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکرو اووم پړاو روان دى.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د افغان چارواکو او امنيتي ځواکونو په وړاندې خپلو حملو ته دوام ورکړى دى.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد او طالبانو پرون دا مذاکرې پيل کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين نن رسنيو ته وويل چې په دوحه کې د مذاکرو دغه پړاو «مهم» دى.

سهيل شاهين ويلي، دواړه لوري د «محسوسو نتيجو» تمه لري.

د طالبانو د مرکچي ټيم مشري ملا عبدالغني برادر کوي.

د مذاکرو له شپږو پړاوونو وروسته هم وسله‌والو طالبانو له افغان حکومت سره مستقيمو مذاکرو ته غاړه نه‌ده ايښې.

د سولې عالي شورا تمه ښوولې چې د مذاکرو اووم پړاو به له حکومت سره د مستقيمو مذاکرو پيل ته زمينه برابره کړي.