د کاپیسا ولایت د کرنې رئیس وايي چې د دغه ولایت د غنمو، ګیلاسو او شفتالو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات شوي دي.
همایون حبیب نن د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو که څه هم د دغه زیاتوالي سلنه مشخصه نهکړه، خو د لامل په اړه یې وویل چې سم مدیریت او پرلهپسې ورښتونه یې عمده لاملونه دي.
نوموړي وویل چې پهدغه ولایت کې د زعفرانو د کر لپاره هم په کروندګرو د زعفرانو پیاز ویشل شوي دي.
د ښاغلي حبیب په خبره د زعفرانو کر د دغه ولایت د کروندګرو په اقتصاد کې د پام وړ مثبت رول لوبولی دی.