چارواکي: دوو اوونیو کې تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي

زر ټنه هندواڼه هم د ځمکې له لارې اذربایجان ته صادرېږي

د افغانستان د صنایعو او صاداراتو د پراختیا اداره وايي، ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو اوونیو کې د هوايي دهلېزونو له لارې تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.

د دغې ادارې رئیس مېر زمان پوپل د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا میوه به اروپايي هېوادونو او متحده عربي اماراتو ته د هوايي دهلېزونو له لارې صادرېږي.

نوموړي دغه شان وویل، ټاکل شوې زر ټنه هندواڼه هم د ځمکې له لارې اذربایجان هېواد ته صادره شي:"ټاکل شوې چې تر راتلونکي یوې یا دوو اونیو پورې موږ هندواڼې او نوره تازه میوه هم بهر ته صادر کړو، نوره میوه د هوايي دهلېزونو له لارې اروپايي هېوادونو او عربي اماراتو ته چې ګیلاس او زردالو دي صادروو، هندواڼه هم پېرودونکو ته په تمه یو او له خیره زر ټنه به ولېږو."

د نوموړي په خبره تېره ورځ هم ۴۰ ټنه هندواڼه نوموړي هېواد ته صادر شوې ده.

ښاغلي پوپل دا هم وویل چې په نېږدې راتلونکې کې به زر ټنه د هرات انګور هم هندوستان هېواد صادر شي چې په‌دې برخه کې تړونونه هم شوي دي.