په خوست ښار کې چاودنه شوې

خوست کې د شوې چاودنې عکس

نن د یکشنبې په ورځ غرمه مهال د خوست ښار د فیض محمدخان لوګري په څلوري کې چاودنه شوې چې لږ تر لږه یو ټرافیک په کې ټپي شوی دی.

د خوست د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر ازادي راډیو ته وویل چې یاده پېښه د چسپکي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې او یو ترافیک په‌کې ټپي شوی دی.

بل لوري ته د پېښې عیني شاهدان وايي چې په چاودنه کې دوه تنه ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.