عراق: نړیواله ټولنه دې د بیارغونې برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړي

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي

د عراق صدراعظم وايي، هغه وخت رسېدلی چې د داعش له ماتې وروسته نړیواله ټولنه د دې جګړه ځپلي هېواد د بیارغونې په برخه کې خپل ملاتړ څرګند کړي.

عادل عبدالمهدي د شنبې په ورځ په بغداد کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له یوه هیئت سره په کتنه کې په‌دې اړه خبرې وکړې.

دې هیئت همدارنګه د عراق له ولسمشر برهم صالح سره هم کتلي دي.

ولسمشر صالح د امنیت د شورا هيئت ته ویلي، هېواد یې غواړي د ټولو اړخونو ترمنځ د ډيالوګ په هڅولو سره د لویو نړیوالو مسئلو په هواري کې موثر رول ولوبوي.

بغداد تر اوسه څو ځلي هڅه کړې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.

د امنیت د شورا له هیئت سره په لیدنه کې د عراق صدراعظم هم ویلي چې د داعش د وسله‌والې ډلې پرضد جګړه کې باید د ده د هېواد قربانۍ له پامه ونه غورځول شي او باید د عراق په بیارغوونه کې مرسته وشي.

د داعش د وسله‌والې ډلې پر ضد جګړو کې په عراق کې ډیرې ویجاړۍ رامنځ ته شوې دي.

نړیوالو تمویلوونکو تېرکال له عراق سره د دیرش میلیارده ډالرو مرستې ژمنه وکړه، خو متخصصان او حکومتي چارواکي وايي، د دې هېواد د بیارغونې لپاره ٨٨ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.