د پکتیکا چارواکي: ۱۳وسله‌وال طالبان وژل شوي

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې تېره شپه د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ او د مټاخان پر ملایانو پوسته د وسله‌والو بریدونه پر شا تمبول شوي او زیاته مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین د شنبې په ورځ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"په‌دغه بریدونو کې د وړممۍ ولسوالۍ له‌پاره د طالبانو د ولسوال د مرستیال په ګډون اته تنه وژل شوي، بل‌خوا د مټاخان ولسوالۍ د ملایانو د پوستې په برید کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسؤل ملا یعقوب په شمول پنځه تنه وژل شوي او څلور نور وسله‌وال طالبان ټپیان دي."

ارین زیاتوي، د یو بل خبر له مخې تېره شپه په زیړوک ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو پر یو مرکز شپني عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې یې ۱۳ تنه وسله‌والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ارین وايي، په مټاخان ولسوالۍ کې دوه تنه پولیس هم ټپیان شوي دي.

وسله‌وال طالبان هم دا نښتې مني خو وايي، دواړو لورو ته تلفات اوښتې دي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د پکتیکا په شکین، یوسف خېلو او زیړوک ولسوالیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه شوي دي چې ۹ پولیس او ضربتي عسکر وژل شوي ۷ ټپیان دي او درې تنه طالبان هم وژل شوي دي.