قزاقستان کې د کارګرانو ترمنځ په اخ و ډب کې ۳۰ تنه ټپیان شوي

قزاقستان کې کارګران

د قزاقستان په لویدیځ کې په سلګونو کارګرانو د یوه اعتراض په ترڅ کې د بهرنیو او داخلي کارګرانو ترمنځ په اخ و ډب کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

دغو کارګرانو د ګازو او تیلو په یوه ستره پروژه کې د کار د ناوړه شرایطو په وړاندې اعتراض کړی وو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو او عکسونو کې ښکاري چې په سلګونو کارګران چې کاري خولۍ یې پر سر او یونیفورم یې په تن دی، پرون شنبه د قزاقستان د تنګیز د تیلو مرکز ته نژدې د اعتراض په توګه راټول شوي وو.

یوه کارګر ازادي راډیو ته وویل چې اخ و ډب وروسته له هغې پیل شو چې قزاقي کارګرانو پر بهرنیو کارګرانو تور ولګاوه چې ولې یې د سپکاوی وړ یو عکس په خپلو کې شریک کړی دی.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.