نازنین زاغري رادتکلف خپل غذايي اعتصاب پای ته ورساوه

نازنین زاغري رادتکلف له خپلې لور سره

نازنین زاغري رادتکلف د تهران په اوین زندان کې خپل غذايي اعتصاب پای ته ورساوه.

د نوموړې مېړه این را ریچارډ رادتکلف نن بي بي سي ته وویل، دغه ایراني الاصله بریتانوۍ مېرمن د جون په پنځلسمه په غذايي اعتصاب لاس پورې کړی و.

هغه له خپلې ماشومې لور سره د کورنۍ د ليدو لپاره ایران ته تللې وه.

نوموړې په ۲۰۱۶ کال د اپرېل په میاشت کې په تهران کې نیول شوې، د ایراني حکومت پرضد د هڅو په تور نیول شوې وه او په پنځو کلونو حبس محکومه شوې وه، خو نوموړې دغه تورنه رد کړي.