په روسیه کې موسمي بارانونو او سېلابونو دوه تنه ووژل

ارشیف، د روسیې یو باراني انځور

د روسیې د تولون ښارګوټي سلګونه کسان هغه مهال د ارکوتسک سیمې ته ولېږدول شول چې موسمي بارانونو او سېلابونو دوه تنه ووژل.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له څلور سوو زیات کسان لېږدول شوي دي.

تاس دولتي خبري اژانس د مسکو د چارواکو په نقل راپور ورکړی چې د بارانونو او سېلابونو له امله ۲۸۰۰ کسان متاثر شوي دي.