سلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر استازی شو

عبدالسلام رحیمي

عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او په دې برخه کې د جمهور رئیس ځانګړی استازی وټاکل شو.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر د فرمان له مخې ښاغلي رحیمي د کابینې، ملي امنیت شورا، په کمېسیونونو او د عالي شوراګانو په ټولو غونډو کې د ټولو پخوانیو حقوقو او امتیازاتو په ساتنې سره ګډون کولای شي.

عبدالسلام رحیمي له دې وړاندې د ولسمشر د دفتر رئیس و.