د امریکا او طالب استازو ترمنځ نن د سولې د خبرو اووم پړاو پيلېږي

په قطر کې د امریکا او طالب استازو د یوې ناستې انځور

نن په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې پيلېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، ټول اړخونه د سولې يوه چټکه پروسه غواړي.

بل خوا په افغانستان کې د ناټو ملکي استازى وايي، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره لږ فرصت پاتې دى.

نيکولاس کې د سولې د مذاکرو په اړه په بروکسل کې د ازادي راډيو خبريال ته وويل: بين الافغاني ډيالوګ يا بين الافغاني مذاکرې روانې دي، موږ د ډيالوګ د ترسره کېدو لپاره د جرمني د حکومت د هڅو او د سفير خليلزاد د روانو هڅو بشپړ ملاتړ کوو، خو د دغه ډيويالوګ لپاره په کار ده چې دواړه لوري پوره چمتووالى ولري؛ طالبان بايد دا ومني چې اړتيا ده چې دوى د افغانستان له حکومت او نورو افغانانو سره مذاکرو ته کېني، د افغانانو په اړخ کې اړتيا ده، کله چې دوى له طالبانو سره مذاکرو ته کېني، د لوبغاړو په منځ کې يو ښه اتحاد ولري.

Your browser doesn’t support HTML5

ناتو: برای رسیدن به صلح تا ماه سپتمبر زمان اندک است

دا د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکرو اووم پړاو دى.

زيات کسان په دې باور دي چې دغه خبرې ډېرې وغځېدې، خو علت څه دى؟

په قطر کې مېشت يو افغان تحليلګر ځدراڼ دروېش وايي، يو علت دا دى چې په دغو مذاکرو کې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ په پيل کې ډېر شرايط وړاندې شوي وو.

ده وویل: په تېرو پړاونو کې امريکا او افغان حکومت سره همږغي نه وو، زلمى خليلزاد چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى دى، له طالبانو سره يې چې کومې خبرې کولې، د دغو خبرو اجنډا به يې لومړى امريکا ته وړله، بيا به يې له افغان حکومت سره شريکوله، د دغو خبرو پر سر د امريکا او افغان حکومت ترمنځ اختلافات ولاړ شول، اوس هيله دا ده چې امريکا، طالبان او افغان حکومت دې په ګډه خبرو ته کېني چې ګډه نتيجه ورکړي.

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره مخامخ مذاکرو ته غاړه نه ده ايښې، خو د امريکا متحدو ايالتونو په وار وار ويلي چې د سولې اصلي خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو تېره سې شنبه په کابل کې وويل: امريکا له طالبانو سره د افغانانو او افغان دولت په استازيتوب خبرې نه کوي، بلکې هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د مذاکرو زمينه برابره کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

امیدواری پامپیو برای صلح افغانستان تا سپتمبر

د افغانستان د سولې په اړه د قطر تر څنګ په مسکو او په وروستيو کې په پاکستان کې هم خبرې شوې دي.

په امریکا کې د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو استاد ډاکتر احمد ویس وردګ بيا په دې باور دى چې د قطر د سولې پروسه د مسکو او په وروستيو کې د لاهور له پروسو سره ارتباط لري.

ښاغلي وردګ ازادي راډيو ته وويل، دا ټولې وړې پروسې په ټوله کې د دوحې د پروسې له بشپړتيا سره مرسته کوي.

ده وویل: کولاى شو چې د دوحې پروسې ته د ټولو پروسو مور ووايو، د لاهور پروسه او دغه راز پاکستان ته د ولسمشر غني او سياستوالو سفر، په دوو نورو برخو کې بين الافغاني تفاهم او د دايمي اوربند په هکله به د دوحې له پروسې سره مرسته وکړي، زما په نظر بېلابېلې پروسې ټوټې ټوټې روانې دي، دا به ټولې د جون په ٢٩مه په دوحه کې روانه پروسه تکميلوي او دا وړې وړې ټوټې به اوس يو ځاى کېږي، د سولې د لويې پروسې په بشپړتيا کې به ورڅخه کار اخيستل کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره سې شنبه کابل ته د سفر پر مهال وویل، واشنګټن تمه لري چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې [په افغانستان کې] د سولې يوه موافقه وشي.