افغانستان ته د ناټو ملکي استازی: سولې ته د رسېدو لپاره فرصت کم دی

د افغانستان لپاره د ناټو لوی ملکي استازی نیکلاس کي

د افغانستان لپاره د ناټو لوی ملکي استازی وايي، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره فرصت کم پاتې دی.

نیکلاس کې پرون پنجشنبې په بروکسل کې له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل، دی هیله‌مند دی چې د روان کال د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه موافقه وشي:"دا یوازې د بهرنیو چارو وزیر پامپیو نه‌دی چې وايي هیله مند دی، د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به د سولې موافقه ترلاسه شي، بلکې زه له هر افغانه چې وینم یې دا خبره اورم. دا یوه ګډه هیله ده. څرګنده خبره ده چې وخت کم پاتې دي خو د افغانانو ترمنځ تراوسه کوم تفاهم یا خبرې نه‌دي شوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره سې شنبې کابل ته د سفر پرمهال هیله څرګنده کړه چې د سپټمبر میاشتې له پیل مخکې به له طالبانو سره د سولې یوه موافقه وشي.