د سرپل امنیتي چارواکي وايي چې د محمد قاسم په نوم د ولسي پاڅونکوونکو یو قوماندان او دوه ساتونکي یې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
د سرپل امنیه قوماندان غلام جیلاني ابوبکر د دې خبر د تأیید ترڅنګ وايي، طالبانو تېره شپه په سوزمه کلا ولسوالۍ کې د ملي امنیت پر اړوندې انتن پوستې برید وکړ.
هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې نور جزئیات ورکړل: "طالبانو تېره شپه د ملي امنیت د مفرزې پر پوسته چې د سوزمه کلا ولسوالۍ د انتن په غونډۍ کې پرته ده برید وکړ چې په نتیجه کې د ولسي پاڅون د قوماندان محمد قاسم په ګډون درې سرتېري وژل شوي او دوه طالبان مړه او درې نور ټپیان دي."
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن آزادي راډیو ته وویل چې پهدې نښته کې د دوی یو وسله وال وژل شوی دی.