نیمروز کې نږدې ۶۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول

د افغانستان په نقشه کې د نیمروز ولایت

په نیمروز ولایت کې نږدې شپېته کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د لومړیو عملیاتو په نتیجه کې چې د سرطان د میاشتې پر درېیمه نېټه د زرنج ښار په سردشت سیمه کې وشول، ۲۴ کیلو ګرامه هیروئین ونیول شول.

په دوهمو عملیاتو کې چې په زرنج ښار کې وشول، د نشه‌يي موادو ۱۱ خرڅوونکي له ۳۵ کیلو ګرامه کېمیاوي موادو، درې کیلو ګرامو چرسو، یو کیلو ګرام هیروئینو او شل ګرامه ښیښې سره ونیول شول.