فاریاب کې امنیتې چارواکي وايي، د میمنې او بلڅراغ ولسوالیو ترمنځ لارې د پاکولو عملیات دوام لري او د دې ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې پنځه کلي له وسلهوالو تصفیه شوي دي.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش ازادۍ راډیو ته پهدې اړه نور جزییات ورکړل:"دا عملیات د ملي پولیسو، ملي اردو او ولسي پاڅونوالو لهخوا په ګډه روان دي. تر اوسه پنځه کلي له طالبانو پاک شوي دي. په جګړو کې ۱۳ وسلهوال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د امنیتي ځواکونو یو کس وژل شوی او یو ټپي دي."
د ښاغلي یورش په وینا عملیات دوام لري او تر اوسه پهکې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله نهده اوښتې.
وسله والو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.