د بحرین حکومت په بغداد کې د دې هېواد پر سفارت د یو شمېر اعتراض کوونکو حمله غندلې ده او په عراق کې خپل سفیر یې د سلا مشورو لپاره را غوښتی دی.
د راپورونو له مخې تېره شپه ناوخته شاوخوا ۲۰۰ اعتراض کوونکي په بغداد کې د بحرین د سفارت انګړ ته ننوتل، د بحرین بیرغ یې راپرې ایست او د فلسطین بیرغ یې پرځای اوچت کړ.
د دوی هدف د هغه کنفرانس پر وړاندې اعتراض و چې د بحرین په پلازمېنه منامه کې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د سولې په مقصد جوړ شوی و.
د بحرین د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون ناوخته خپور شو، ویلي دي چې د عراق حکومت مسؤلیت درلود چې په بغداد کې د بحرین د سفارت امنیت خوندي کړي.
ویل کېږي چې دا اعتراض کوونکي د هغو عراقي ملېشو پلویان وو چې ایران یې ملاتړ کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا حمله غندي او زیاتوي چې چارواکي به هغه کسان چې دا برید یې کړی او هغوی چې دا کسان یې هڅولي دي د قانون پنجو ته وسپاري.