مظاهره‌چیانو د قزاقستان په جنوبي ښار اریس کې لاریون وکړ

د قزاقستان په جنوبي ښار اریس کې لاریون

سلګونه مظاهره‌چیانو پرون دپنجشنبې په ورځ د قزاقستان په جنوبي ښار اریس Arys کې لاریون وکړ.

اعتراض کوونکو د دې ښار د مهماتو په یوه ډيپو کې له څو چاودنو وروسته لویې لارې بندې کړې او غوښتنه یې کوله چې بل ځای ته دې ولېږدول شي.

دې چاودنو درې کسان ووژل، د سوځېدلو مهماتو لوګي یې هوا ته پورته کړل او ضربې یې د ښار ودانۍ یې ولړزولې.

چارواکو هڅه کوله د اریس ښار اوسېدونکو ته قناعت ورکړي چې خپلو کورونو ته ستانه شي، خو قهرجنو اعتراض کوونکو له چارواکو څخه د نور وضاحت غوښتنه کوله.

د اریس والي اومیرزاق شوکییف خبریالانو ته وویل چې په بسونو کې اریس ښار ته د ژغورل شویو کسانو رسول به نن د جمعې په ورځ پیل شي.

له دې مخکې سلګونه کسانو چې له اریس ښار څخه وتلي وو، په یوه څېرمه ښارګوټي کې ویل دوی له دې وېرېږي چې خپل ښار ته ستانه شي.