د امریکا د دفاع سرپرست وزیر وايي چې واشنګټن له ایران سره جګړه نه غواړي، خو دې ته چمتو دی چې د تهران د هر راز حملې په ځواب کې د خپلو ګټو دفاع وکړي.
مارک ایسپر دا څرګندونې پرون د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې وکړې.
دا پهداسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ په سیمه کې کړکېچ روان دی او واشنګټن او تهران دواړو پر یوبل سختو لفظي حملو ته زور ورکړی.
د پنټاګون مشر وویل، د ایران رژیم له ۴۰ کلونو راهیسې په منځني ختیځ کې د ګډوډۍ او کړکېچ اور ته لمن وهي او زیاته یې کړه چې د هُرمز په تنګي کې د وروستي کړکېچ تر شا په هېڅ صورت د امریکا لاس نهدی.
ښاغلي ایسپر زیاته کړه، د ایران د دښمنۍ اقدامات یوه نړیواله ستونزه ده چې ډېر هېوادونه یې زیانمن کړي.
هغه د اټمي وسلو د جوړولو هڅه، د بالسټیک توغندیو مخ په پراختیا پروګرام، د نړیوالو تروریستانو ملاتړ او په خلیج کې د کښتیو د تګ راتګ پر آزادۍ برید په دې اقداماتو کې یاد کړل.