جنرال سکات مېلر: داعش ډله د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی

جنرال سکات مېلر

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې داعش ډله د ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی.

جنرال سکات مېلر پرون پنجشنبې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل:"ما د داعش په اړه خبرې کړي. فکر کوم دا په افغانستان کې دننه یوه خطرناکه ډله ده او همدا راز د سیمې، اروپا او امریکا لپاره یو ګواښ دی."

اوس مهال د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې څه باندې ۱۷ زره نړیوال سرتېري په افغانستان کې دېره دي چې عمدتاً د افغان پوځیانو د روزنې او هغو ته د سلا مشورو چارې پرمخ بیايي.

په همدې حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د داعش ډلې خلافت په عراق او سوریه کې له منځه تللی او دا ډله هڅه کوي چې خپل خلافت په افغانستان کې بیا جوړ کړي، خو ښاغلي سټولټنبرګ وویل، داعش ډلې ته به د دې کار اجازه ورنه کړل شي.