د پنټاګون سرپرست مشر په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ له ماموریت څخه د واشنګټن د ملاتړ پر ژمنه یوځل بیا ټینګار وکړ.
ماریک ایسپر د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د دفاع د وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د متحدایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو کلک ملاتړ کوي.
ښاغلي ایسپر زیاته کړه: "امریکا له نورو متحدانو او شریکانو سره د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت بشپړ ملاتړ ته ژمنه ده او د سولې په خبرو کې د سفیر زلمي خلیلزاد د هڅو کلک ملاتړ کوو."
په عین حال کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرونۍ غونډې ته وویل چې دا ټلواله په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټینګښت ته ژمنه ده او همداراز په دې برخه کې د امریکا د هڅو ملاتړ کوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تراوسه شپږځلې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړې دي.
په پام کې ده چې د دې خبرو اووم پړاو سبا- شنبې پیل شي.
طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو ډډه کړې.