اشرف غني د افغان سولې په اړه د پاکستان له صدراعظم سره ولیدل

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغان سولې د پروسې په اړه نن پنجشنبه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل.

ولسمشر غني نن اسلام‌اباد ته ورسېد.

د دې سفر په نتيجه کې د افغان سولې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو تمې کېږي.

افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره یو په یو لیدلي او د افغان سولې د پروسې په اړه‌یې بحث ورسره کړی.

غني له عمران خان سره تر لیدلو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل.

پاکستان ویلي چې د افغانستان د ثبات لپاره خپله وسه کوي او د دغه هېواد ثبات د پاکستان لپاره مهم دی.

ولسمشر غني به دوه ورځې په پاکستان کې وي.

د ارګ ماڼۍ د یوه بیان له مخې د سولې د پروسې ترڅنګ به سیمه‌ییز اتصال، سوداګري او ټرانزیت هم له پاکستاني چارواکو سره د ولسمشر غني د خبرو موضوع وي.