کندهار: په خاکرېز ولسوالۍ کې ۴ پولیس او ۱۵ طالبان وژل شوي

افغان ځواکونه

د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې ۴ پولیس او ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي.

د کندهار د خاکرېز امنیه قوماندان نظر علي ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ په ډب خاکرېز سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ.

د نظر علي په وینا په‌دغه جګړه کې چې تر سهاره‌يې دوام وکړ، څلور پولیس او ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي، دوه پولیس او د ۲ قوماندانانو په ګډن ۸ وسله‌وال طالبان ټپیان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو په‌دغه جګړه کې د ۱۴ پولیسو د وژل کېدو او یوه پولیس د ژوندي نیول کېدو ادعا کړې ده.