د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ناټو د لومړیتوبونو په سر کې دی.
هغه زیاته کړه چې ناټو په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او د امریکا په مشرۍ د دغه هېواد د سولې د ټینګښت له هڅو په کلکه ملاتړ کوي.
سټولټنبرګ وویل چې د سولې د تأمین لپاره بې ساری فُرصت رامنځته شوی دی: "موږ د ښاغلي خلیلزاد د هڅو کلک ملاتړ کوو او موږ به په افغانستان کې د یوه سوله يېز او د مذاکراتو په نتيجه کې رامنځته شوي حل په خاطر خپل روزنیز او مالي ملاتړ ته دوام ورکړو."
د ناټو دفاع وزیرانو او شریکانو یې نن د پنجشنبې په ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه بحث پیل کړی دی.
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد هم پهدې غونډه کې ګډون کوي.
طالبانو تر اوسه د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو غوښتنې رد کړي دي.
طالبانو ته د ناټو دفاع وزیرانو پیغام دا دی چې په جګړه کې نشي بریالي کېدای او باید د سولې لار ونیسي.
اوس مهال د ناټو څه باندې ۱۷ زره سرتیري د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دي.
دا ځواکونه تر ډېره د افغان پوځيانو پر روزنه او سلا و مشورې ورکولو بوخت دي.