د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو ۲ کسان نیولي

ارشیف.

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال دوه کسان نیولي چې غوښتل يې نظامي وسلې انتقال کړي.

د ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې اعلاميه کې دا کسان د محب الله او نصیب شاه په نوم پېژندل شوي.

دوی اعتراف کړی چې غوښتل يې د طالبانو یو شمېر وسلې د پېښور له رینګ روډ سیمې څخه په یوه بار وړونکي موټر کې کابل ته انتقال کړي او وروسته یې په بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تروريستي فعالیتونو او عامه نظم د اخلال لپاره وکاروي.

ملي امنیت ته په لاس ورغلو وسلو او مهماتو کې درې میله راکټونه، ۱۹ میله خفیه وسلې، دوه لاسي بم غورځوونکې الې، ۵۵ مخابرې، ۴۰ ریموټ کنترول ماینونه، زرګونو مرمۍ او نورې وسلې شاملې دي.