په ارزګان ولایت کې نن د پنجشنبې په ورځ ۲۱۰ کسانو ته د فني او حرفوي زدهکړو مرکز پرانیستل شو.
پهدغه ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو رئیس فضلالرحیم حقبین د یاد مرکز د پرانیستې پر مهال وویل چې پهدې مرکز کې د خیاطۍ، قالین اوبدلو، موبایل ترمیم او موټر ترمیم په ګډون اووه حرفې شته.
له دې سره هیلې زیاتې شوي چې پهدې ولایت کې به ډېرو خلکو ته کاري زمینه برابره شي.