زلمي خليل‌زاد د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل

زلمی خليل‌زاد د تاجکستان له ولسمشر سره

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد نن د پنجشنبې په ورځ په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل.

د تاجکستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې امام علي رحمان ښاغلي خلیل‌زاد ته ويلي چې په ګډو هڅو کولای شو د ثبات، سولې او پرمختګ د تأمین لپاره له افغانستان سره مرسته وکړو.

په‌دې کتنه کې د اوسني حالت او د تاجکستان او امریکا د همکارۍ پر لرلید هم خبرې وشوې.

د تاجکستان د جمهوري ریاست دفتر زیاتوي چې خلیل‌زاد په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په تأمینولو کې د تاجکستان رول او برخه وستايله.

همداراز په‌دې کتنه کې د تاجکستان او افغانستان د پولو د خونديتوب او پياوړتيا پر مسایلو، د ترورېزم پر ضد د مبارزې پر هڅو، سخت دريځۍ او مخدره موادو د قاچاق پر موضوع هم خبرې وشوې.

زلمی خليل‌زاد پرون ماښام دوشنبې ته تللی.