د پکتیا چارواکي: لاهم د صنعتي پارکونو ستونزه نه‌ده حل شوې

د افغانستان په نقشه کې د پکتیا ولایت

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، لاهم په‌دغه ولایت کې د صنعتي پارکونو ستونزه نه‌ده حل شوې.

د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر احمد عالمیار نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې شااوخوا ۱۲۰ بېلابېلې تولیدي فابریکې د استوګن ځایونو په منځ کې فعالیت کوي چې خلکو ته‌یې ستونزې جوړې کړې دي: "د پکتیا ولایت د شمال ختیځ په لوري دغه صنعتي پارکونه دي چې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه لري، خو وېش‌یې لاهم نه‌دی عملي شوی، یوازې پر کاغذ لیکل شوي او بس له بده‌مرغه سږ کال هم ورته د سوداګرۍ او صنعت وزارت ورته بودجه ځانګړې کړې نه‌ده."

د ښاغلي عالمیار په خبره، د دغو صنعتي پارکونو د احاطې د دېوال جوړولو لپاره ۱۳۰ میلیونه افغانۍ په نظر کې نیول شوې وې، خو کار پرې نه‌دی شوی.

نصیر احمد عالمیار اندېښنه وښوده چې سوداګرو او د تولیدي فابریکو د پانګه‌والو لپاره د یو مناسب ځای نه‌ټاکلو له امله هر کال له یوځای بل ته د فابریکو په انتقالېدو کې اقتصادي زیانونه اوړي.