د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث مو د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا وروستیو څرګندونو ته ځانګړی کړی.
د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا تېره اوونۍ د ولسمشر غني حکومت غیر قانوني وباله او د سرپرست حکومت غوښتنهیې وکړه.
دوی ویل چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ملي یووالي حکومت موده د جوزا په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې.
بلخوا د افغانستان جمهوري ریاست وايي، دغه څرګندونې کمپایني وبللې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان سترې محکمې له انتخاباتو وروسته د بل ولسمشر د کار تر پيل پورې د ولسمشر غني کاري موده غځولې ده.
دا چې:
- د ولسمشر کاري موده رښتیا هم پای ته رسېدلې؟
- ایا ستره محکمه دا صلاحیت لري چې د ولسمشر د کار موده وغځوي؟
- د سرپرست حکومت وړاندیز قانوني بڼه لري؟
- ایا راتلونکي انتخابات به شفاف وي؟
دا ټول مسایل مو د افغانستان د جمهوري ریاست کاندید او د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا غړی شهاب حکیمي او د حزب اسلامي د مطبوعاتي ټیم له غړي فضل غني حقمل سره څېړلي دي.
دا پروګرام د ازادي راډیو خبریال رحمتالله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5