د ناټو دفاع وزیران او شریکانیې نن د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د افغانستان پر سولې او امنیت بحث کوي.
پهدې غونډه کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد، د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکلاس کې، د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او نړیوال بانک استازي هم برخه اخلي.
په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه پرون د چهارشنبې په ورځ پیل شوه، خو نن ورځیې افغانستان ته ځانګړې کړې ده.
د ناټو عمومي منشي پرون په بروکسل کې ازادي راډيو ته د خبرو پر مهال طالبان بینالافغاني خبرو ته وهڅول.