د ایران ستر مشر د امریکا متحده ایالاتو بندیزونه بېرحمانه ګڼلي او وایي چې د ایران ولس له بېرحمي سره مخامخ شوی دی.
ایتالله علي خامنهاي پرون د چهارشنبې په ورځ په تهران کې د قضایي چارو کارکوونکو ته د خبرو پر مهال وویل: "د دغسې یوه دولت تر ټولو رټل شوې څېرې د ایران ملت تورنوي، هره ورځ چې تېرېږي د ایران ملت ته یوه سپکه وایي. د ایران ملت د دې خبرو پروا نهکوي، د ایران ملت د دې سپکو او ناوړو خبرو له کبله په شا نهځي."
خامنهاي دا خبرې پهداسې وخت کې کړي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ پر ایران نوي بندیزونه ولګول چې له مخې یې د ایران په لسګونه میلیارده نور ډالر کنګل کېږي.