پامپيو: د ټرمپ د ادارې يو هدف په افغانستان کې سوله او ثبات دى

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې يو هدف په افغانستان کې سوله او ثبات دى.

مايک پامپيو نن په نوي ډيلي کې له خپل هندي سيال اس. جې. شنکر سره تر بحثونو وروسته دا خبره کړې ده.

هغه ګډ خبري کنفرانس ته په خبرو کې په افغانستان کې د پخلاينې مسئلې ته هم اشاره وکړه: "فکر کوم هغه بريالي ماموريت ته اړتيا ده چې په افغانستان کې مو د پخلاينې لپاره پيل کړى دى، څو د تاوتريخوالي او هغه خطر اندازه کمه شي چې افغانانو او امريکايي پوځيانو ته ورپېښ دى. تاسې به د امريکا دوامدار فشار وګورئ چې له کبله به يې پخلاينه ترلاسه او خطر کم شي، ولسمشر ټرمپ دا هدف د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته د يوه ماموريت د چوکاټ په توګه ټاکلى دى."

د امريکا د بهرنيو چارو وزير چې پرون ناوخته هند ته ورسېد، تر هغه مخکې په کابل کې و.

مايک پامپيو په کابل کې وويل چې واشنګټن تمه لري چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې د سولې يوه موافقه وشي.