امريکا وايي په افغانستان کې یې دوه پوځيان وژل شوي

د امریکا بیرغ

د امريکا د متحده ايالاتو پوځ وايي، نن د چهارشنبې په ورځ‌يې په افغانستان کې دوه پوځيان وژل شوي دي.

له دې سره په روان ميلادي کال کې په افغانستان کې د وژل شويو امريکايي پوځيانو شمېر شپږو ته ورسېد.

دا پېښه په‌داسې حال کې کېږي چې پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ.

هغه په‌دې سفر کې وويل چې واشنګټن تمه لري چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې مخکې د سولې يوه موافقه وشي.

د امريکا پوځ په خپله اعلاميه کې د وژل شويو سرتېرو د وژنې د علت په اړه جزئيات نه‌دي ورکړي.

په اعلاميه کې ويل شوي، تر هغو چې د دغو سرتېرو کورنيو ته احوال نه‌وي ورکړل شوى، د هغوى بشپړ هويت نه‌روښانوي.